• Toll-Free: 141

هیله بخښونکی اتل؛ «الهام» د روغتیا ساتنې له لارې د پولیو او نورو ناروغیو مخه نیسي

کور د ساحې کیسې هیله بخښونکی اتل؛ «الهام» د روغتیا ساتنې له لارې د پولیو او نورو ناروغیو مخه نیسي

هیله بخښونکی اتل؛ «الهام» د روغتیا ساتنې له لارې د پولیو او نورو ناروغیو مخه نیسي

د ساحې کیسې

پکتیکا، افغانستان (۲۰ تله ۱۴۰۳) د یوې لمرینې ورځې په نیمايي کې جمال الدین الهام د پکتیکا ولایت د ښرنې ښار په یوه لېرې کلي کې په لسګونو کلیوال راټول کړي او هغوی ته د انځوریزو معلوماتي پاڼو په مرسته پوهاوی ورکوي.

که څه هم د کلیوالو په څېرو کې د ورځنیو کارونو ستړیا له ورایه ښکاري خو د الهام خبرو ته په خورا دقت غوږ دي. هغه په نرم خو ځواکمن غږ د لاسونو مینځلو، پاکو اوبو څښلو، د کور او چاپېریال پاک ساتلو پر اهمیت ټینګار کوي.

د ده هدف ساده خو ارزښتناک دی: «د روغتیا ساتنې/ حفظ الصحې په مراعاتولو سره ټولنه له پولیو او نورو ساري ناروغیو څخه خوندي کول.»

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | رحمت الله مرجانخېل

د یوې لمرینې ورځې په نیمايي کې جمال الدین الهام د پکتیکا ولایت د ښرنې ښار په یوه لېرې کلي کې په لسګونو کلیوال راټول کړي او هغوی ته د انځوریزو معلوماتي پاڼو په مرسته پوهاوی ورکوي

 

ژوند بدلونکی مبلغ

جمال‌الدین الهام ۳۵ کلن تعلیم یافته ځوان دی چې د پکتیکا پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی دی.

د هغه کاري ژوند یوازې له مسلکي پلوه نه، بلکې له شخصي پلوه هم د نورو لپاره د بدلون الهام بخښونکې سرچینه ده.

نوموړی د CLTF په نوم له یوې موسسې سره د روغتیا په برخه کې کار کوي او د روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې مبلغ دی.

هغه خپل کار او فعالیت یوازې پوهاوی نه، بلکې د ټولنې د ژوند د ښه والي یوه ژوره او پراخه هڅه بولي.

نوموړی چې کله د کلیوالو په منځ کې وي نو د یوه مهربان او مسلکي ښوونکي په څېر ښکاري، د هغه پېغامونه یوازې د اورېدو تر حده نه پاتې کېږي بلکې په عملي توګه خلک هڅوي چې په خپل ورځني ژوند کې پاکوالی مراعات کړي.

هغه تل خلکو ته وايي: « پاکوالی د روغتیا بنسټ دی چې د ساري ناروغیو مخنیوی کوي، د ژوند کیفیت لوړوي او د یو سالمې ټولنې په جوړولو کې حیاتي رول لري.»

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | رحمت الله مرجانخېل

هغه تل خلکو ته وايي: « پاکوالی د روغتیا بنسټ دی چې د ساري ناروغیو مخنیوی کوي، د ژوند کیفیت لوړوي او د یو سالمې ټولنې په جوړولو کې حیاتي رول لري.»

 

د پکتیکا په کلیو کې د حفظ‌الصحې انځور

په هغو سیمو کې چې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی په کې کم دی، حفظ‌الصحې ته پاملرنه د جمال‌الدین په څېر خلکو هڅه او هاند غواړي.

د ښرنې په شاوخوا کلیو کې د کورونو ساده جوړښتونه چې ډېر یې په خټو او تیږو ودان شوي، د خلکو د سخت ژوند ښکارندويي کوي.

دلته ماشومان په سپېرو ډاګونو کې لوبې کوي، اوبو ته لاسرسی کم دی او مناسب تشنابونه نشته چې دغه موارد د روغتیاساتنې یا حفظ الصحې د بنسټیزو اصولو پر وړاندې لوی خنډ دی.

خو جمال الدین دغو ستونزو ته د فرصت په سترګه ګوري او کلیوالو ته په ساده ټکو د پاکوالي اهمیت بیانوي: «کله چې تاسې له خوراک مخکې او د اړتیا له رفع کولو وروسته خپل لاسونه په اوبو او صابون ومینځئ نو له پولیو او ګڼو نورو خطرناکو ناروغیو څخه به خوندي شئ.»

د هغه دا او نورې خبرې په کلیوالو کې د نوي فکر تخمونه شیندي.

 

د خلکو پر ژوند د الهام د هڅو اغېز

۳۸ کلن عبدالباري چې په یوسف خېلو ولسوالۍ کې په یوه ساده کور کې ژوند کوي، د الهام له هڅو مننه کوي او وايي: «له هغه راهیسې چې جمال‌الدین موږ ته د حفظ‌الصحې اصول وښودل، زموږ کورنۍ د پاکۍ د اصولو پابنده شوې ده، زموږ ماشومان اوس ډېر کم ناروغه کېږي، او موږ احساسوو چې ژوند مو په رښتیا ښه شوی دی

د جمال الدین کار یوازې معلومات او پوهاوی ورکول نه دي، بلکې هغه په عملي ډول د کلیوالو ورځنی ژوند بدل کړی دی.

عبدالباري زیاتوي: «اوس یې د کورنۍ غړي په منظم ډول لاسونه مینځي، پاکې اوبه څښي، کور او چاپېریال پاک ساتي چې دا ټول د جمال الدین د لارښوونو او هڅو له برکته دي.»

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | رحمت الله مرجانخېل

۳۸ کلن عبدالباري چې په یوسف خېلو ولسوالۍ کې په یوه ساده کور کې ژوند کوي، د الهام له هڅو مننه کوي او وايي: «له هغه راهیسې چې جمال‌الدین موږ ته د حفظ‌الصحې اصول وښودل، زموږ کورنۍ د پاکۍ د اصولو پابنده شوې ده، زموږ ماشومان اوس ډېر کم ناروغه کېږي، او موږ احساسوو چې ژوند مو په رښتیا ښه شوی دی

 

د ډاکټرانو مشوره: وقایه او پاکي، د ناروغیو پر وړاندې دوه قوي ډالونه

په ښرنه کې د یوه خصوصي روغتون د ماشومانو معالج ډاکټر عید محمد غفارزی د جمال‌الدین الهام هڅې او د حفظ‌الصحې مثبت اغېز تأییدوي او وایي: "که څه هم واکسین د پولیو د مخنیوي تر ټولو قوي وسیله ده، خو د حفظ‌الصحې رعایت کول هم کولای شي د دې او ګڼو نورو ساري ناروغیو مخنیوی وکړي

نوموړی په دغه ولایت او په ځانګړي ډول په لرې سیمو کې د واکسین پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرداری ورکوي او زیاتوي: «ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پولیو او د ماشومتوب دورې نور واکسینونه نه ورکوي، دا لویه اشتباه ده، خو که هغوی خپل چاپیریال پاک وساتي، د لاسونو مینځلو، پاکو اوبو څښلو او تشنابونو کارولو اصول مراعات کړي، نو د ګڼو ناروغیو د خپرېدو مخه نیول کېدای شي

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | رحمت الله مرجانخېل

په ښرنه کې د یوه خصوصي روغتون د ماشومانو معالج ډاکټر عید محمد غفارزی د جمال‌الدین الهام هڅې او د حفظ‌الصحې مثبت اغېز تأییدوي او وایي: "که څه هم واکسین د پولیو د مخنیوي تر ټولو قوي وسیله ده، خو د حفظ‌الصحې رعایت کول هم کولای شي د دې او ګڼو نورو ساري ناروغیو مخنیوی وکړي

 

پایله

په دې کې شک نشته چې جمال‌الدین الهام د خپل کار او زیار له لارې په ټولنه کې ارزښتناک بدلون راولي او خلک د پولیو او نورو خطرناکو ساري ناروغیو مخنیوي ته هڅوي.

د نوموړي په څېر روغتیایي فعالان د هیلو هغه مشعلونه دي چې هېواد د یوې سالمې او روغې راتلونکې په لور سوقوي.

 

رحمت الله مرجانخېل | پکتیکا