• Toll-Free: 141

په پکتیکا کې د پولیو ضد ژوند بدلوونکی «غږ»

کور د ساحې کیسې په پکتیکا کې د پولیو ضد ژوند بدلوونکی «غږ»

په پکتیکا کې د پولیو ضد ژوند بدلوونکی «غږ»

د ساحې کیسې

پکتیکا، افغانستان (۲۵ تله ۱۴۰۳) – په پکتیکا کې چې ګڼې لېرې سیمې لري، د «پښتون غږ» په نوم یوه سیمه‌ییزه راډیو د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د خلکو د پوهاوي په یوه ځواکمن غږ بدله شوې ده.

دا راډیو چې د ۸۹.۴ ایف ایم پر څپو له مرکز ښرنې خپرونې کوي، د پکتیکا تر څنګ په غزني، پکتیا او میدان وردګو ولایت کې هم اورېدل کېږي.

دغې راډیو د یوې باوري سرچینې په توګه د ځانګړو ټولنیزو او روغتیايي خپرونو له لارې د خلکو په ژوند کې  مثبت بدلون راوستلی او هغوی یې هڅولي دي چې له ګوزڼ خطرناکې ناروغۍ څخه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په موخه د پولیو واکسین په کمپاینونو کې پراخه ونډه واخلي.

د یادې شوې راډیو مسوول محمد یاسین یاسین وایي: «موږ په خپلو خپرونو کې د واکسینونو د اهمیت او د پولیو ناروغۍ د خطرونو په اړه خلکو ته پرله‌پسې معلومات ورکوو، زموږ هدف دا دی چې دغه ارزښتناک پېغام تر هرې کورنۍ ورسېږي څو د پولیو د مخنیوي لپاره د هغوی پوهاوی زیات شي.»

هغه زیاته کړه، راډیو د معلوماتو ترلاسه کولو یوه مهمه سرچینه ده، موږ ځانګړي روغتیايي پروګرامونه جوړوو او خپروو چې ډاکتران او دیني عالمان په کې مېلمانه کوو څو له طبي او دیني اړخه د پولیو واکسین په اړه د خلکو اندېښنو ته ځوابونه ووايي.

د ده په خبره، دا پروګرامونه نه یوازې د خلکو د پوهې لوړولو لپاره مهم دي، بلکې د هغو ناسمو معلوماتو او اوازو د مخنیوي لپاره هم اغېزناک دي چې د پولیو واکسین په وړاندې مقاومت رامنځته کوي.

یاسین همداراز یادونه کوي چې د راډیو له لارې ځانګړې پېغامونه هم خپروي او خلک د پولیو واکسین په کمپاینونو کې پراخ ګډون ته رابولي څو پکتیکا او په ټوله کې افغانستان د پولیو ناروغۍ له ناورین څخه خلاص شي.

سیمه ییزو راډیوګانو د باوري سرچینو په توګه د ځانګړو ټولنیزو او روغتیايي خپرونو له لارې د خلکو په ژوند کې  مثبت بدلون راوستلی او هغوی یې هڅولي دي چې له ګوزڼ خطرناکې ناروغۍ څخه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په موخه د پولیو واکسین په کمپاینونو کې پراخه ونډه واخلي

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | رحمت الله مرجانخېل

 

د ټولنې اغېزناکه هسته (دیني عالمان) هم خلکو ته د پوهاوي او هغوی ته د مهمو روغتیايي او ټولنیزو پېغامونو په رسولو کې د یادې شوې سیمه ییزې راډیو او نورو رسنیو رول مهم ګڼي.

د ښرنې ښار اوسېدونکی دیني عالم مولوي محمد نبي حقپرست وايي، په اوسنیو شرایطو کې د پوهاوي ټیمونه په مخامخ توګه هر کور ته رسیدګي نه شي کولای نو لازمه ده چې د روغتیا، په ځانګړي ډول د پولیو د مخنیوي برخه کې پېغامونه د راډیو له لارې خلکو ته ورسول شي.

هغه چې تل په دې برخه کې د راډیوګانو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکوي، وايي: «په اسلام کې د روغتیا ساتنه او د ناروغیو مخنیوی خورا مهم دی، پولیو د یوې ساري ناروغۍ په توګه باید جدي ونیول شي، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین یو غوره او مؤثره لاره ده. دا ډېره مهمه ده چې خلک د واکسینونو د ارزښت په اړه سم معلومات ولري، څو د خپلې ټولنې د روغتیا لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.»

د عبدالرحمن په نوم د پولیو واکسیم کمپاینونو یو رضاکار د پولیو واکسین په اړه د خلکو د پوهاوي په برخه کې د سیمه ییزو راډیوګانو رول ستايي او وايي دې چارې د ټولنې د ذهنیت په بدلولو کې اغېزناک رول لوبولی دی.

هغه زیاته کړه: «په لومړیو کې ډېرو خلکو د پولیو واکسین په اړه اندېښنې درلودې او د خپلو ماشومانو واکسینولو ته یې زړه نه ښه کاوه، خو اوس تر ډېره د سیمه ییزو راډیوګانو د خپرونو له لارې پوهېدلي چې پولیو ډېر خطرناکه ناروغي ده او مخینوي یې یوازې د واکسین په وسیله کېدای شي، په همدې بنسټ اوس د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د خلکو د ګډون کچه لوړه شوې ده.»

د پکتیکا د یوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی سیف الله حقمل، چې کورنۍ یې د «پښتون غږ» راډیو له لارې د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ترلاسه کړی، وايي: «موږ نژدې هره ورځ د پښتون غږ او نورو سیمه ییزو راډیوګانو روغتیايي خپرونې اورو، له همدې لارې مو د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ګټو په اړه پوهه ترلاسه کړه، په دغو خپرونو کې دیني عالمان او ډاکټران هم ګډون کوي چې له طبی او دیني اړخه زموږ اندېښنې حلوي.»

د ده په خبره، مخکې یې د پولیو پر واکسین باور نه درلود، خو اوس پوهېدلی چې که ماشومان واکسین نه کړي نو د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ کېدای شي چې پایله یې دایمي معلولیت دی.

پښتون غږ یوازینۍ راډیو نه ده چې په پکتیکا ولایت کې خپرونې لري، بلکې په دغه ولایت کې ټولې څلور راډیوګانې فعالې دي چې یوه یې دولتي او درې نورې یې خصوصي دي.

دغو راډیوګانو په ګډه د روغتیا، په ځانګړي ډول د پولیو واکسین د اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړې او په کمپاینونو کې یې د هغوی د ګډون په ډېرولو کې مهمه ونډه درلودلې ده.

 

رحمت الله مرجانخېل | پکتیکا