• Toll-Free: 141

د باور پُل: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه ژمن مبلغ هڅې

کور د ساحې کیسې د باور پُل: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه ژمن مبلغ هڅې

د باور پُل: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه ژمن مبلغ هڅې

د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۱۴ زمری ۱۴۰۴) - سمسور رحیمي، چې په لاسونو کې یې د یادښتونو کتابچه او د پوهاوي پاڼې دي، هره ورځ د کابل د قلعه‌زمان‌خان کوڅو په ګڼه ګوڼه کې له خلکو سره مخامخ خبرې کوي.

هغه چې پر شونډو یې موسکا خپره وي او په چلند کې یې بشپړ درناوی ښکاري، د خلکو باور ترلاسه کول یې لومړی‌توب دی.

رحیمي د پولیو واکسین کمپاینونو یو ژمن مبلغ (Social Mobilizer) دی چې د شک او تردید تر منځ لومړی د خلکو اندېښنو ته غوږ نیسي او وروسته په ساده او درناوي‌محوره ژبه د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د خوندیتوب په اړه روښانه ځوابونه ورکوي.

نوموړی د دیني عالمانو او مشرانو په ملاتړ، د شکونو وریځې څنډې ته کوي او د کورنیو پوهاوی ډېروي.

 

ماشومتوب او انګېزه

رحیمي د ننګرهار ولایت په یوه داسې سیمه کې لوی شوی چې هلته د ژوند ډېرې اسانتیاوې نه وې.

هغه د خپل ماشومتوب دورې هغه صحنې را یادوي چې له یو شمېر همزولو یې د پولیو ناروغۍ له امله د لوبو میدانونه پاتې شول او د دایمي فلج له کړاو سره مخ شول. هماغه تجربې وي چې د ده د ژوند لوری یې وټاکه.

رحیمي وایي: «په کوچنیوالي کې مې خپل ګڼ همزولي لیدلي چې د پولیو ناروغۍ له امله فلج شول. هغه مهال نه پوهېدو چې دا ناروغي څومره خطرناکه ده او د واکسین څاڅکي څومره ارزښت لري.»

د ده په اند، د هر ماشوم د روغتیا مسوولیت له کور او کلي پیلېږي، همدغه واقعیت هغه تل دې ته هڅولی چې د خلکو د پوهاوي لپاره نوې لارې ومومي.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

رحیمي د پولیو واکسین کمپاینونو یو ژمن مبلغ دی چې په ساده او درناوي‌محوره ژبه د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د خوندیتوب په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوي.

 

له وېرې تر باور - د ګډو غږونو ځواک

په دې وروسیتو کې، رحیمي د خپلې دندې په لړ کې د قلعه‌زمان‌خان اړوند یوې ناحیې ته لاړ چېرې چې شک او تردید د واکسین پر حقیقت سیوری غوړولی و. ځینو واکسین د «پردیو دسیسه» بلله او ځینو بیا فکر کاوه چې ګواکې د ماشومانو روغتیا زیانمنوي.

رحیمي وار له مخه د دې سیمې له دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره اړیکه نیولې وه او په دې ورځ د کلي مشر حاجي جانان د غونډې مشري وکړه.

هغه په ډاګه وویل: «زه د هغه ماشوم پلار یم چې د پولیو ناروغۍ له امله فلج شوی، دې دردناکې پېښې زه وپوهولم چې واکسین څومره ارزښت لري. راځئ ټول په ګډه د خپلو ماشومانو روغتیا ته جدي پام وکړو؛ په اصل کې دا واکسین د هغوی راتلونکی ژغوري.»

وروسته د جومات امام، مولوي حبیب وویل: «اسلام پر موږ د ځان او اولادونو ساتنه فرض کړې ده؛ د پولیو واکسین نه حرام دی او نه شکمن. په دین کې وقایه او له درملنې مخکې احتیاط ځانګړی ارزښت لري.»

د همدغو ګډو او روښانه غږونو پایله دا شوه چې په دې سیمه کې د شک او تردید تیارې په کمېدو شوې.

یوې مور، چې د ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې راغلې وه، وویل: «پخوا مې فکر کاوه چې د پولیو واکسین زیان لري، خو اوس پوه شوم چې دا یوه برکتناکه وسیله ده او کولای شو د خپلو خوږو ماشومانو روغتیا ورباندې وساتو.»

رحیمي خپلو دغو هڅو ته په پوره ژمنتیا دوام ورکوي او له همدې امله په وار وار د روغتیا وزارت او نورو شریکو ادارو له لوري ستایل شوی دی.

خو د ده لپاره تر ټولو لوی انعام هغه وخت وي چې ووینې یوه مور یا یو پلار د ده د هڅو په پایله کې د خپلو ماشومانو واکسینولو لپاره په لېوالیتا ګام اخلي.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

رحیمي د خپلې دندې پر مهال.

 

د سبا هیله - «یوازې دوه څاڅکي کولای شي راتلونکی بدل کړي»

رحیمي باور لري چې د پولیو ناروغۍ مخنیوی یوازې د روغتیايي ټیمونو کار نه دی، بلکې د ټولنې ګډ مسوولیت دی: «که موږ ټول – په ځانګړي ډول مېندې او پلرونه – د ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې را نه شو او خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړو نو هغه ورځ لرې نه ده چې افغانستان به له پولیو پاک هېواد شي.»

 

د عمل بلنه

د رحیمی هڅې ښيي چې باور؛ یو او بل ته په غوږ نیولو، منطق او درناوي رامنځته کېږي. هر څوک کولای شي د دې بدلون برخه وي - مور، پلار، امام، ښوونکی، قومي مشر او ځوان. د کورنۍ په کچه یوه کوچنۍ پرېکړه د ټولې ټولنې لپاره لوی ګام ګرځي.

کله چې سمسور د ورځې په پای کې د خپلو یادښتونو کتابچې ته ګوري، نو د ماشومانو خوښۍ او خنداګانې یې په ذهن کې غزونې کوي او ټوله ستړیا یې لیرې کېږي.

همدا ده د ده د کار مانا: د خلکو ذهنونه روښانه کول او د ماشومانو راتلونکی خوندي کول.