د کونړ په ټولو ولسواليو او د نورستان په پنځو ولسوالیو کې روان دی
په دواړو هېوادونو کې چې پولیو (ګوزڼ) ناروغي لا هم پکې شته، هغه عوامل چې د دې ناروغۍ د پرلهپسې لېږد او خپرېدو د لاملونو په توګه پېژندل شوي، عبارت دي له: کمزوري روغتیايي خدمتونه، د پوهاوي نشتوالی، د سواد ټیټه کچه، د نفوس ډېره ګڼهګوڼه، د نسناستې ناروغۍ لوړه کچه او د پولیو واکسین کم پوښښ.
داسې انګېرل کېږي چې د واکسین له ایجاد مخکې، نږدې ټول ماشومان د ژوند په لومړیو کلونو کې په پولیو ویروس اخته کېدل. د خولې له لارې ورکول کېدونکی د پولیو واکسین (OPV) کارول د ۱۹۵۰مې ز لسیزې په وروستیو کې پیل شول، چې له امله یې د پولیو پېښې د پام وړ راکمې شوې. په ۱۹۸۸ ز کال کې د پولیو له منځه وړلو نړۍوال کمپاین پیل شو، چې د نړۍ په ډېرو سیمو کې یې د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیوله. په پایله کې، د پولیو پېښو شمېر چې په ۱۹۸۸ ز کال کې شاوخوا ۳۵۰ زره و، په ۲۰۱۷ ز کال کې د وحشي پولیو ویروس (WPV) ۲۲ پېښو او له واکسین څخه د مشتق شوي پولیو ویروس (cVDPV) ۹۶ پېښو ته راټیټ شو.
د پولیو ویروس له امله رامنځته شوی ګوزڼ تر یوې اوونۍ پرمختګ کولای شي. د دې ناروغۍ له هرو درېیو ناروغانو څخه په دوو کې دایمي کمزوري پاتې کېږي. ډېری هغه زیانونه چې د ښه کېدو وړ وي، تر ۳۰ ورځو پورې له منځه ځي. خو داسې هیلې شته چې د بدن ځینې فعالیتونه ښايي تر نهو میاشتو پورې بېرته عادي حالت ته را وګرځي.
ټولنیزې رسنۍ
@PolioFreeAfghan
موږ تعقیب کړئ
موږ تعقیب کړئ