• Toll-Free: 141

له پولیو څخه د خلاص راتلونکي په لور

کور د پولیو کارکوونکو خاطرې له پولیو څخه د خلاص راتلونکي په لور

له پولیو څخه د خلاص راتلونکي په لور

غوره کیسې
د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ یو ځوان رضاکار د ماشومانو د خوندیتوب لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي

 

ننګرهار، افغانستان (۶ کب ۱۴۰۴) – رفیع الله مومند د سهار له لومړیو شېبو سره سم خپل کوچنی شین بکس چمتو کوي او د پولیو واکسین ویالونه په منظم ډول پکې ږدي. له خپلو همکارانو سره ورځنی کاري پلان شریکوي او د مومندرې ولسوالۍ د هزارناؤ کلي په لور روانېږي څو هغه ماشومان واکسین کړي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي.

۲۷ کلن رفیع‌الله، چې د همدې سیمې اوسېدونکی دی، له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولیو ضد کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي. د ده لپاره دا کار یوازې یوه دنده نه ده، بلکې یو مسوولیت دی چې د خپل کلي د ماشومانو د ساتنې لپاره یې پر غاړه اخیستی دی.

په دې لاره کې د هغه او د هغه د همکارانو هر ګام د ماشومانو د راتلونکي د خوندي کولو لپاره یوه ژمنتیا ده.

هغه وايي: «کله چې مې د پولیو ناروغۍ له امله د ماشومانو د فلجېدو پېښې په خپلو سترګو ولیدې، پرېکړه مې وکړه چې د هر کمپاین برخه شم او نور ماشومان له دغه حالته وژغورم.»

رفیع‌الله خپله دا ژمنه هره ورځ په عمل کې ښيي. هغه او د هغه همکاران هڅه کوي تر هر وروستي ماشوم پورې ځان ورسوي او هغوی واکسین کړي.

هغه وايي: «کله چې یو ماشوم واکسین شي، داسې احساسوم لکه چې د هغه راتلونکی مې له خطره ژغورلی وي

 رفیع الله د مومندرې ولسوالۍ په هزارناؤ کلي کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

 

په هغو سیمو کې چې ځینې کورنیو د واکسین په اړه شک درلود، د رفیع‌الله نرم چلند او صادقانه خبرو د باور فضا رامنځته کړې ده.

دی او همکاران یې هڅه کوي د واکسیناسیون د بهیر تر څنګ د والدینو شکونه او اندېښنې هم لیرې کړي.

کله کله داسې هم کېږي چې یوه کورنۍ په لومړي سر کې د واکسین په اړه ډاډه نه وي، خو رفیع‌الله په حوصله خبرې ورسره کوي او هغوی قانع کوي څو ماشومان یې واکسین شي. هغه وايي دا ډول شېبې ورته تر ټولو ستره بریا ښکاري.

د هزارناؤ کلي ټولنیز فعال، جهانزیب انصاف د رفیع الله او د هغه د همکارانو دا هڅې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره مهمې بولي.

دی وايي: «رفیع‌الله او د هغه همکاران یوازې رضاکاران نه دي، بلکې د کلي د خلکو د باور وړ کسان دي. کله چې کومه کورنۍ د واکسین په اړه شک ولري، هغوی په صبر او درناوي خبرې ورسره کوي او ډاډ ورکوي. خلک پرې باور لري، ځکه پوهېږي چې هغوی یې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره په اخلاص کار کوي

 رفیع الله د پولیو واکسین کمپاین پر مهال د یوه واکسین شوي ماشوم ګوته په نښه کوي © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

 

د سیمې روغتیایي فعال ډاکټر ضمیر هم باور لري چې د رفیع‌الله په څېر رضاکاران د پولیو پر ضد مبارزه کې مهم رول لري.

هغه له میندو او پلرونو غواړي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره د واکسین له ټیمونو سره همکاري وکړي او اجازه ور نه کړي ماشومان یې له واکسینه پاتې شي.

هغه وايي: «په هر کمپاین کې دوه څاڅکي واکسین کولای شي یو ماشوم له تلپاتې معلولیت څخه وژغوري. که هره کورنۍ خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي، نو ټولنه به روغه او خوندي پاتې شي

د همدغه پوهاوي رامنځته کولو لپاره، رفیع‌الله او د هغه همکارانو له کلونو راهیسې په خپله سیمه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.

همدغو دوامداره هڅو د هزارناؤ کلي د خلکو پر فکر او چلند اغېز کړی او ډېرې کورنۍ چې پخوا یې خپل ماشومان نه واکسینول، اوس په ډاډ سره خپل ماشومان واکسینوي.

رفیع‌الله باور لري چې که په ټول هېواد کې د روغتیايي کارکوونکو هڅې همداسې دوام ومومي، یوه ورځ به هېڅ ماشوم د پولیو له ګواښ سره مخ نه وي او دا ناروغي به د تل لپاره له منځه ولاړه شي.

هغه په ډاډ سره وايي: «زما هیله دا ده چې نور هېڅ ماشوم د پولیو ناروغۍ له امله و نه ځوریږي، که موږ ټول یو ځای کار وکړو، نو دا ورځ به حتماً را ورسېږي

د رفیع‌الله کیسه د هغو زرګونو رضاکارانو د هڅو یوه بېلګه ده چې د ماشومانو د ساتنې لپاره کار کوي او هیله لري چې یوه ورځ به ټول ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه په بشپړه توګه خوندي وي.