د پولیو له منځه وړلو ستراتېژي

په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام ژمن دی چې د پولیو ویروس د لېږد او خپراوي بهیر ودروي او د واکسین په وسیله هر ماشوم خوندي کړي، څو افغانستان له پولیو ناروغۍ څخه پاک شي. دغه پروګرام د شواهدو، نوښت او پیاوړو همکاریو پر بنسټ خپلې چارې پر مخ وړي او د دې موخې لپاره د ناروغۍ د څارنې سیسټم، د ټولنې ښکېلتیا او د پروګرام کیفیت لا پیاوړی کوي.
د پولیو له منځه وړلو پروګرام د هېواد په کچه د واکسیناسیون د تصویب شوو لارو چارو له مخې په لوړ کیفیت د واکسین کمپاینونه ترسره کوي، څو ټول هغه ماشومان خوندي شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي او د واکسین شرایط پوره کوي. دغه پروګرام د واکسیناسیون ترڅنګ، د ناروغۍ د څارنې یو ډېر حساس سیسټم هم پر مخ وړي، څو د پولیو ویروس شتون کشف کړي، د ویروس خپرېدل وڅاري او د اړتیا پر مهال چټک او اغېزناک غبرګون یقیني کړي. همدارنګه، د اړیکو او ټولنې د ښکېلتیا فعالیتونه د خلکو باور پیاوړی کوي، د واکسین منل زیاتوي او والدین او پالونکي هڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
دا پروګرام د ملي بېړني عملیاتي پلان (NEAP) له مخې پر مخ وړل کېږي. دغه پلان هغه ستراتیژیک لومړیتوبونه او اساسي اقدامات ټاکي چې د پولیو ویروس د لېږد او خپراوي د درولو لپاره اړین دي. دا پلان هر کال نوی کېږي او د واکسیناسیون، ناروغۍ د څارنې، د ټولنې د ښکېلتیا او پروګرام د کیفیت د پیاوړتیا لپاره اساسي چوکاټ برابروي.

دا پروګرام د پولیو له منځه وړلو نړۍوال نوښت (GPEI) د ۲۰۲۲ - ۲۰۲۶ زېږدیز کلونو د پولیو له منځه وړلو ستراتیژۍ، «پر ژمنې عمل»، (چې تر ۲۰۲۹ زېږدیز کال پورې غځول شوې ده)، د موخو په تحقق کې هم ونډه لري. دغه ستراتیژي د وحشي پولیو ویروس د لېږد د درولو، له واکسین څخه د راټوکېدلي تغیر شوي پولیو ویروس د خپرېدو د پېښو پر وړاندې غبرګون د چټک او اغېزناک غبرګون، د ناروغۍ د څارنې او معافیتي سیسټمونو د پیاوړتیا، او له پولیو څخه د پاکې نړۍ د ساتنې لپاره نړۍوال ستراتیژیک چوکاټ برابروي.
د پولیو له منځه وړلو نړۍوال نوښت د ۲۰۲۲ – ۲۰۲۶ کلونو د پولیو له منځه وړلو ستراتېژي