
د پولیو پروګرام د اړیکو وړیا شمېره ۱۴۱
د افغانستان د پولیو لهمنځه وړلو نوښت د دوه اړخیزو اړیکو رسمي پلاټفورم چې د ټولنې د نظرونو او وړاندیزونو راټولولو، څارنې او د واکسیناسیون د ملاتړ لپاره کارول کېږي.
د پولیو پروګرام د اړیکو وړیا شمېره (۱۴۱) د افغانستان د پولیو له منځه وړلو نوښت (PEI) د دوه اړخیزو اړیکو رسمي پلاټفورم دی. دا شمېره د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز (NEOC) د اړیکو مرکز (Call Center) له خوا، د یونیسف په تخنیکي او مالي ملاتړ اداره کېږي. دغه وړیا شمېره خلک په مستقیم ډول له پولیو پروګرام سره نښلوي، څو د پولیو واکسین، واکسیناسیون او اړوندو نورو موضوعاتو په اړه کره او باوري معلومات ترلاسه کړي.
د ماشومانو پالونکي، د ټولنې غړي او د لومړۍ کرښې کارکوونکي کولای شي د دې وړیا شمېرې له لارې خپلې پوښتنې مطرح کړي، د حاد نرم فلج (AFP) شکمنې پېښې راپور کړي، خپلې اندېښنې شریکې کړي، شکایتونه ثبت کړي او خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړي. دغه راز د لومړۍ کرښې کارکوونکي کولای شي د واکسین کمپاینونو پر مهال، د ساحې عاجلې ستونزې هم شریکې کړي. سربېره پر دې، د اړیکو مرکز د اړتیا پر مهال د دې شمېرې له لارې لیرې واټنه څارنه او سروېګانې هم ترسره کوي. دا ټولې چارې د ټولنې باور پیاوړی کوي، حساب ورکونه ښه کوي او د شواهدو پر بنسټ د پرېکړو کولو بهیر لا اغېزناک کوي.
موخې
د اړیکو ملي مرکز د پولیو د ۱۴۱ وړیا شمېرې له لارې د ارتباطاتو/اړیکو، نظارت/څارنې او معلوماتو راټولولو له هغو فعالیتونو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام د پلي کولو بهیر پیاوړي کوي.
اړیکې/ارتباطات
| • |
له ټولنو سره د دوامدارو اړیکو ساتلو، د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته د ځواب ویلو او عامه پوهاوي لوړولو له لارې د ټولنې ګډون او ښکلېلتیا پیاوړې کول، څو د پولیو واکسین منلو کچه لوړه شي. |
• |
د واکسین کمپاینونو، د معمول واکسین پروګرام او هغو ناروغیو په اړه چې د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي، کره او باوري معلومات وړاندې کول. |
• |
د پولیو د ۱۴۱ وړیا شمېرې له لارې د خلکو پوښتنې، اندېښنې، شکایتونه او وړاندیزونه ترلاسه کول او هغو ته په وخت ځواب ویل. |
• |
د ټولنې نظریات، ستونزې او شکایتونه ثبتول او د تعقیب او حل په موخه د پروګرام اړوندو ټیمونو ته په وخت راجع کول. |
څارنه/نظارت
• |
د پولیو واکسین کمپاینونو(SIAs) له پیل مخکې، د پلي کېدو پر مهال او له پای ته رسېدو وروسته د لومړۍ کرښې له کارکوونکو سره، چې په کې د پولیو ولایتي مسوولین (PPOs)، د پولیو د ولسوالیو مسوولین (DPOs)، د اړیکو ولایتي مسوولین (PCOs)، د اړیکو د ولسوالیو مسوولین (DCOs)، واکسیناتوران، ټولنیز هڅوونکي/مبلغین، اغېز لرونکي شخصیتونه، د کلسټرونو څارونکي او د ولسوالیو همغږيکوونکي شامل دي، او همدارنګه د ماشومانو له پالونکو او د ټولنې له غړو سره د اړیکو له لارې له لرېواټنه څارنه ترسره کول. |
• |
د سیمهییزو او ولایتي بېړنیو عملیاتي مرکزونو او د مدیریت د ټیمونو لهخوا د کمپاین د چمتووالي، پلي کېدو او له کمپاین وروسته د ارزونې د فعالیتونو څارنه کول. |
سروېګانې او څېړنې
• |
د واکسیناسیون په اړه د ماشومانو د پالونکو د پوهې، چلند، انګېرنو او کړنو د ارزونې په موخه سروېګانې ترسره کول. |
• |
د عملیاتي څېړنو، چټکو ارزونو او نورو مطالعاتو ملاتړ کول، چې د اړیکو د ستراتیژیو او د پروګرام د فعالیت د ښه والي په برخه کې مرسته کوي. |
رسمي کاري ساعتونه
د اړیکو مرکز اوس مهال له یکشنبې تر پنجشنبې، هره ورځ د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې فعالیت کوي. په راتلونکي کې په پام کې ده چې کاري ساعتونه نور هم وغځول شي، څو ټولنه له دې خدمتونو څخه لا ښه ګټه پورته کړای شي.