• Toll-Free: 141

د پولیو تاریخچه

کور د پولیو تاریخچه

د پولیو تاریخچه


هغه ناروغي چې یو وخت یې ټوله نړۍ وېرولې وه

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، پولیو د نړۍ په صنعتي هېوادونو کې له هغو ناروغیو څخه وه چې خلک یې تر ټولو ډېر وېرول. دې ناروغۍ هر کال سلګونه زره ماشومان د تل لپاره فلج کول. د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو په اوږدو کې د پولیو واکسینونو له جوړېدو سره، وضعیت په بې‌ساري ډول بدل شو. یوازې د یوه نسل په موده کې، پولیو له هغو هېوادونو څخه ورکه شوه چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې کافي امکانات او سرچینې لرلې.

 

په بې‌وزلو هېوادونو کې د پولیو د ګواښ ناوخته درک

د بې‌وزلو هېوادونو ماشومان له دې ناروغۍ سره تر اوږدې مودې مخ وو، خو د دغه ګواښ اصلي کچه ناوخته څرګنده شوه. په ۱۹۷۰ لسیزه کې د فلج د پېښو سروې‌ګانو وښوده چې د پولیو ناروغي لا هم په ډېرو هېوادونو کې شته. هماغه مهال د ماشومانو د واکسینولو پروګرامونه پراخ شول او د افغانستان په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ورسېدل.

 

د پولیو د له منځه وړلو لپاره د نړۍوالو هڅو پیل

روټري انټرنېشنل په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې د پولیو پر ضد د نړۍوال واکسیناسیون کمپاین پیل کړ او په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې د روغتیا نړۍوالې ټولنې (World Health Assembly) د پولیو له منځه وړلو نړۍوال نوښت (GPEI) رامنځته کړ. هغه مهال پولیو هره ورځ له زرو څخه ډېر ماشومان فلج کول.

له هغه وخت راهیسې، په نږدې ۲۰۰ هېوادونو کې له ۲۰ میلیونو څخه ډېرو رضاکارانو تر ۲.۵ میلیاردو ډېر ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي دي، او د دې ناروغۍ کلنۍ پېښې له اټکلي ۳۵۰ زرو څخه یوازې څو محدودو پېښو ته راکمې شوې دي.

 

د وحشي پولیو ویروس له درېیو ډولونو، یوازې یو پاتې دی

د وحشي پولیو ویروس له درېیو ډولونو څخه دوه یې په بشپړ ډول له نړۍ څخه له منځه تللي دي.

د دویم ډول وحشي پولیو ویروس (WPV2) وروستۍ پېښه په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې ثبت شوه، او د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په سیپټمبر میاشت کې یې په بشپړه توګه د له منځه تلو اعلان وشو.

د درېیم ډول وحشي پولیو ویروس (WPV3) وروستۍ پېښه د ۲۰۱۲ زېږدیز کال په نومبر میاشت کې ثبت شوه، او د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په اکتوبر میاشت کې یې په بشپړه توګه د له منځه تلو اعلان وشو.

اوس یوازې د لومړي ډول وحشي پولیو ویروس (WPV1) پاتې دی، چې یوازې په افغانستان او پاکستان کې شتون لري.

 

په افغانستان کې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو لپاره لا هم کار پاتې دی

افغانستان د پولیو له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو دا ویروس لا هم په هېواد کې شته، په ځانګړي ډول د تګ‌راتګ د هغو لارو په اوږدو کې چې افغانستان له پاکستان سره نښلوي.

تر هغه چې پولیو په افغانستان کې شتون ولري، د هېواد هر ماشوم په دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دی او د نړۍ د نورو هېوادونو ماشومان هم خوندي نه دي.

د پولیو بشپړ له منځه وړل هغه وخت ممکن دي چې وروستي پاتې ماشومان، حتی په هغو سیمو او ټولنو کې چې لاسرسی ورته ستونزمن دی، هم واکسین شي او دا هڅې تر هغه دوام ومومي چې د ویروس د لېږد لړۍ د تل لپاره ودرېږي.

 

د پولیو له منځه وړلو د نړۍوالو هڅو او نورو اړوندو معلوماتو لپاره، د پولیو له منځه وړلو نړۍوال نوښت وېبپاڼه وګورئ: https://polioeradication.org