په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو هڅو تازه معلومات
میاشتنۍ لنډه کتنه - مارچ ۲۰۲۶ ز
د پولیو ناروغۍ وضعیت
د ۲۰۲۶ ز کال په مارچ میاشت کې، په افغانستان کې د وحشي پولیو ویروس (WPV1) هېڅ نوې پېښه نه ده ثبت شوې. خو د همدغه کال له پیل راهیسې د وحشي پولیو ویروس درې (۳) مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د چاپېریالي څارنې پایلو وښودله چې د هېواد په لوړ خطر لرونکو سیمو کې د پولیو ویروس لا هم په دوران کې دی. د مارچ په میاشت کې د پولیو ویروس (۶) مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې چې ۲ یې په کندهار، ۲ په هلمند، ۱ په زابل (سوېل سیمه) او ۱ په ننګرهار (ختیځه سیمه) کې وې. د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د پولیو ویروس ۲۳ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې دي.
ګرځنده نفوس
د پولیو پروګرام د هېواد دننه او د پولو د دواړو خواوو تر منځ د خلکو د تګ راتګ له امله د پولیو ویروس د خپرېدو خطر د کمولو لپاره د ګرځنده ماشومانو واکسینولو ته دوام ورکړ.
د مارچ په میاشت کې:
| • |
د پولیو د دایمي ټرانزیټ ټیمونو له لارې ۵۲۸,۱۷۹ ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شو. |
| • |
د پولیو د سرحدي واکسین ټیمونو له لارې ۶,۷۸۸ ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شو. |
| • |
افغانستان ته د بېرته راستنېدو پر مهال ۲۲,۵۵۷ راستنو شوو کډوالو ته د پولیو واکسین ورکړل شو. |
| • |
د واکسین په ټاکل شوو مرکزونو کې ۱,۹۴۵ نړۍوالو مسافرو ته د پولیو واکسین ورکړل شو. |
کمپاین
د پولیو پروګرام له لوري د هېواد په لوړ خطر لرونکو سیمو کې د پولیو د مثبتو پېښو په غبرګون کې د واکسین ځوابي کمپاینونه ترسره شول.
د پولیو واکسین د دغو کمپاینونو له لارې ۴۵۳,۰۷۳ له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین شول. د دغو کمپاینونو د پلي کولو لپاره په اړوندو سیمو کې ۱,۹۲۴ واکسیناتوران ګومارل شوي وو.
د حاد نرم فلج (AFP) څارنه
د راپور ورکولو په دې موده کې، د حاد نرم فلج (AFP) د څارنې سیسټم خپل پیاوړي فعالیت ته دوام ورکړ.
د مارچ په میاشت کې د حاد نرم فلج (AFP) ټولټال ۴۸۴ شکمنې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۲۳۸ نجونې او ۲۴۶ هلکان وو.
د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د حاد نرم فلج (AFP) ټولټال ۱,۵۹۰ شکمنې پېښې ثبت شوې دي. له دې ډلې ۸۲۳ پېښې د غیرپولیویي حاد نرم فلج (Non-polio AFP) په توګه رد شوې دي، او ۷۶۶ پېښې لا هم د وروستۍ طبقهبندۍ په تمه دي.
د پروګرام شاخصونه
د افغانستان د پولیو له منځه وړلو نوښت د واکسیناسیون، څارنې او ټولنیز مشارکت د فعالیتونو د ملاتړ لپاره خپله پیاوړې عملیاتي شبکه فعاله وساتله.
د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پایه، د پولیو پروګرام د عملیاتي شبکې په چوکاټ کې لاندې کاري ځواک، ټیمونه او مرکزونه شامل وو:
| • |
۸۹۸ د ټولنې هڅوونکي/مبلغین. |
| • |
۲۰۸ د ټرانزیټ دایمي مرکزونه. |
| • |
۴۰۳ دایمي ټرانزیټ ټیمونه. |
| • |
۸ د واکسین سرحدي مرکزونه. |
| • |
۱۰ د واکسین سرحدي ټیمونه. |
| • |
۳,۸۵۸ د ټولنې اغېز لرونکي اشخاص، چې د پولیو په اړه یې
د عامه پوهاوي له فعالیتونو ملاتړ کاوه. |
د مارچ په میاشت کې:
| • |
د راډیو له لارې د عامه پوهاوي هېڅ (۰) پیغام خپور نه شو. |
| • |
د ټلویزیونله لارې د عامه پوهاوي هېڅ (۰) پیغام خپور نه شو. |
| • |
هېڅ (۰) خبریال ونه روزل شو. |
د پروګرام ډیجیټلي فعالیتونو هم د
مارچ په میاشت کې ښې پایلې لرلې:
| • |
د پروګرام د ټولنیزو رسنیو خپرونو ۱۹,۱۰۵ ښکېلتیاوې ترلاسه کړې. |
| • |
د ټولنیزو رسنیو له لارې د پروګرام پیغامونه له ۷.۹ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته ورسېدل. |
| • |
له ۳.۱ میلیونو څخه زیاتو کسانو د پروګرام د ټولنیزو
رسنیو پاڼې تعقیب کړې. |
د وحشي پولیو ویروس مثبتې انساني پېښې او چاپېریالي نمونې (۲۰۲۵-۲۰۲۶) ز
د ۲۰۲۵ ز کال له پیل څخه د ۲۰۲۶ ز کال د مارچ میاشتې تر پایه، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وحشي پولیو ویروس مثبتې پېښې او د پولیو ویروس مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې دي.
ولایتونه |
د پولیو مثبتې انساني پیښې |
د پولیو مثبتې چاپېریالي نمونې |
هلمند |
۲ |
۶ |
کندهار |
۱ |
۱۱ |
اروزگان |
۱ |
- |
بادغیس |
۱ |
- |
کندز |
۱ |
- |
هرات |
۱ |
- |
زابل |
۱ |
- |
ننگرهار |
۱ |
- |
مهم ټکي
| • |
د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې د وحشي پولیو ویروس هېڅ (۰) نوې مثبته پېښه ثبت نه ده ثبت شوې. |
| • |
د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د وحشي پولیو ویروس (۳) مثبتې انساني پېښې ثبت شوې دي. |
| • |
د مارچ په میاشت کې د پولیو ویروس (۶) مثبتې چاپېریالي نمونې
ثبت شوې
دي. |
| • |
د ۲۰۲۶ کال د جنوري میاشتې له پیل راهیسې د پولیو ویروس ټولټال ۲۳ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې دي. |
| • |
د پولیو
مثبتو پېښو په وړاندې د واکسین د ځوابي کمپاینونو له لارې ۴۵۳,۰۷۳ ماشومان واکسین شول. |
| • |
د مارچ په میاشت کې د حاد نرم فلج (AFP)
۴۸۴ شکمنې پېښې ثبت شوې دي. |
| • |
د پولیو پروګرام په ټول هېواد کې د څارنې، واکسیناسیون او ټولنیز مشارکت
فعالیتونه
روان وساتل او
د چاپېریالي څارنې له لارې د موندل شوي پولیو ویروس د دوامداره دوران پر وړاندې یې
غبرګون وښود. |
