• Toll-Free: 141

روغ ماشومان - روښانه راتلونکی

کور د ساحې کیسې روغ ماشومان - روښانه راتلونکی

روغ ماشومان - روښانه راتلونکی

د ساحې کیسې
د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د شمرام کلي د اوسېدونکي ۲۴ کلن بلال احمد د هڅو او مبارزې کیسه

 

لغمان، افغانستان (۸ وږی ۱۴۰۴) - د سهار اووه بجې دي. د شمرام کلي د یوې خاورینې کوڅې پر دېوال یو بنر ځوړند دی: «د پولیو/ ګوزڼ واکسین د تطبیق ځای»

۲۴ کلن بلال احمد د خپلو دوو نورو همکارانو سره یو ځای د بنر مخې ته ولاړ دی؛ په دقت یې د واکسین بکس پرانیست، ویالونه یې وکتل او د ایس‌پېکونو یخوالی یې و ارزاوه.

د دوی موخه څرګنده ده: یو ماشوم هم باید له واکسین څخه پاتې نه شي.

لومړۍ ډله ماشومان (یو ورور او دوه خویندې، چې له ۲ تر ۴ کالو عمرونه لري) له خپل پلار سره یو ځای را رسېږي. بلال له روغبړ او هرکلي وروسته ویال پرانیزي او په مهربانۍ د هر ماشوم په خوله کې د واکسین دوه څاڅکي اچوي او د هغوی کوچنۍ ګوتې د مارکر په وسیله نښاني کوي.

ماشومان په داسې حال کې چې خوشحاله دي، خپلو رنګ شوو ګوتو ته په ځير ګوري. پلار یې له بلال او د هغه له همکارانو مننه کوي او له خپلو ماشومانو سره یو ځای د کور پر لور ستنېږي.

شېبه وروسته یوه عمر خوړلې مېرمن راځي چې وړوکی ماشوم یې په غېږ کې دی، خو دا اندېښنه لري: «لمسی مې کوچنی دی، واکسین خو به تاوان نه ورته لري؟»

بلال په ساده خو احترامانه انداز ورته وايي: «د پولیو واکسین له زېږون تر پنځه کلنۍ ټولو ماشومانو ته ورکول کېږي؛ د واکسین د ماشومانو د بدن معافیت پیاوړی کوي او هغوی له تلپاتې فلج څخه خوندي کوي.»

مېرمن ډاډه کېږي او خپل لمسی واکسینولو ته چمتو کوي. بلال د معمول په څېر د ماشوم په خوله کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي اچوي او بل همکار یې کوچنۍ ګوته د مارکر په وسیله نښاني کوي.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمرام کلي کې بلال احمد یوې ماشومې ته د پولیو واکسین ورکوي.

 

وخت ورو ورو تېرېږي، خو بلال او د هغه ټیم نه ستړی کېږي. ډلې ډلې ماشومان له خپلو پلرونو او د کورنیو له نورو مشرانو سره راځي او دوی یې په مینه واکسینوي.

په منځ منځ کې د ټیم یو همکار د لاوډسپېکر له لارې دا اعلان تکراروي: «ګرانو والدینو! د پولیو واکسین ټیم ستاسې سیمې ته راغلی دی؛ مهرباني وکړئ خپل ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو پورې وي - که نوي زېږېدلي وي، ویده وي او یا مېلمانه وي - د واکسین لپاره راولئ

ځینې پلرونه پوښتنې لري؛ څوک د هر ځل واکسین ګټې پوښتي او څوک بیا د واکسین د خوندیتوب او اغېز خبره کوي چې بلال هره یوه ته په ارامۍ او درناوي ځواب ورکوي.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

بلال احمد له واکسین وروسته د یوه ماشوم د ګوتې نښاني کولو پر مهال.

 

د ورځې په پای کې د ټیم د کار پایله روښانه ده: لسګونه کوچنیان واکسین شوي او د پولیو ویروس له ګواښ څخه خوندي شوي دي.

بلال د ټیم په ملتیا د لا ډېر ډاډ په دود د لېست وروستي نومونه چک کوي، وروسته بیا بنر او نور توکي راټولوي او د خپلو کورونو په لور د تګ تابیا نیسي، خو په تلو تلو کې له ځان سره تکراروي چې: روغ ماشومان - روښانه راتلونکی.

سبا بیا همدا ځای دی. بلال او د هغه همکاران به یو ځل بیا وختي دلته ځانونه را رسوي، څو د پولیو واکسین د کلي تر هر وروستي ماشوم پورې ورسوي.

په شمرام کلي کې دغه ځوان رضاکار ورځ تر بلې د باور کړۍ پراخوي. دی یوازې واکسین ورکوونکی نه دی؛ بلکې د خپلې سیمې د اوسېدونکو د ډاډ استازی دی - هغه استازی چې ټولنه د پولیو له شره خوندي کوي.