• Toll-Free: 141

د پولیو پر ضد د یوه ځوان الهام بخښونکې مبارزه

کور د ساحې کیسې د پولیو پر ضد د یوه ځوان الهام بخښونکې مبارزه

د پولیو پر ضد د یوه ځوان الهام بخښونکې مبارزه

د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۲۳ زمری ۱۴۰۳) – ۳۲ کلن عبیدالله چې د واکسین بکس یې پر اوږده دی، د خپلو نورو رضاکارو ملګرو سره یو ځای د کابل ښار د لویدیځې څنډې په کوڅو کې دروازه په دروازه ګرځي او له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکوي.

هغه چې تر څوارلسم ټولګي پورې یې زده کړې کړې، له تېر یوه کال راهیسې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره یو ځای شوی او د واکسیناتور په توګه دنده ترسره کوي.

دی وايي، له ماشومتوبه یې خلکو ته خدمت کول خوښېدل او په همدغه بنسټ یې دغه اوسنۍ دنده انتخاب کړې ده.

د ده په خبره، که اوړی وي یا ژمی؛ دی او نور همکاران یې خپله دنده په ډېره مسوولانه توګه ترسره کوي او د خپل مسوولیت په ساحه کې تر هر وروستي ماشوم پورې د پولیو واکسین رسوي.

هغه وویل، دا چې پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده او ماشومان د فلج او آن مړینې تر بریده رسوي نو د خپل ژوند ډېره برخه یې د دې ناروغۍ پر ضد مبارزې ته ځانګړې کړې ده.

عبیدالله چې د یوه څلور کلن ماشوم په خوله کې یې د پولیو واکسین څاڅکي اچول، په خوښۍ وویل: «کله چې یوه ماشوم ته واکسین ورکوم نو داسې احساس کوم لکه ټوله نړۍ چې مې له پولیو ناروغۍ خوندي کړې وي.»

دی وايي، له بده مرغه د پولیو ناروغي درملنه نه لري او د مخنیوي یوازینۍ وسیله یې همدا واکسین دی چې هر ماشوم ته باید تر پنځه کلنۍ پورې ورکړل شي.

عبیدالله چې د یوه څلور کلن ماشوم په خوله کې یې د پولیو واکسین څاڅکي اچول، په خوښۍ وویل: «کله چې یوه ماشوم ته واکسین ورکوم نو داسې احساس کوم لکه ټوله نړۍ چې مې له پولیو ناروغۍ خوندي کړې وي.»

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | هوسۍ احمدزۍ

 

نوموړی چې د پولیو پر وړاندې په مبارزه کې له ګڼو ستونزو سره هم مخ شوی وايي، ځینې خلک د واکسین په اړه ناسم باورونه لري او پر وړاندې یې سخت دریځ نیسي خو ده تل په مینه او زغم هغوی ته د واکسین ګټې بیان کړې دي.

ده وویل: «زموږ په کلي کې یوې کورنۍ ژوند کاوه چې د پولیو واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو ښکار شوې وه او خپل ماشومان یې نه واکسینول، زه ورغلم د کورنۍ مشرانو ته مې د پولیو ناروغۍ د خطرونو په اړه معلومات ورکړل، له ډېرو خبرو او دلایلو وروسته وتوانېدم هغوی قانع کړم څو خپل ماشومان واکسین کړي، دا زما د ژوند نه هېرېدونکې ورځ وه.»

هغه په همدغه کلي کې د یوې مور یادونه هم وکړه چې خپل نوي زېږېدلي ماشوم ته اندېښمنه وه، هغې فکر کاوه چې ښايي واکسین یې ماشوم ته زیان ورسوي خو کله چې ده هغې ته د واکسین ګټې بیان کړې نو په ډېرې خوښۍ یې خپل ماشوم واکسین کړ.

دی وايي، د هغې مور خبره یې کله هم نه هېرېږي چې د ماشوم له واکسینېدو وروسته یې ده ته وویل: «تاسې زموږ د ماشومانو د روغتیا خوندي کوونکي یاست» چې دې خبرې ده ته ډېر قوت ورکړ.

عبیدالله ښې راتلونکې ته هیله من برېښي او وايي: «لوی ارمان مې دا دی چې افغانستان او نړۍ له پولیو ناروغۍ څخه پاک شي او نور هیڅ ماشوم د دغې ناروغۍ قرباني نه شي، هره ورځ چې په د خپل مسوولیت په ساحه کې تر وروستي ماشوم پورې د پولیو واکسین رسوم نو دا هیله مې نوره هم پیاوړې کېږي او باوري کېږم چې دا ورځ به ضرور راځي.»

د ده په وینا، ماشومان د هېواد د راتلونکی دی، که د هغوی روغتیا ته پاملرنه و نه شي، له پولیو او نورو ناروغیو خوندي نه شي نو هیڅکله به یوه روښانه راتلونکې و نه لرو.

ده وویل: «زه هیله لرم چې خلک زما دا پېغام درک کړي او له پولیو سره په مبارزه کې خپل رول ولوبوي.»

عبیدالله وايي، ماشومان د هېواد د راتلونکی دی، که د هغوی روغتیا ته پاملرنه و نه شي، له پولیو او نورو ناروغیو خوندي نه شي نو هیڅکله به یوه روښانه راتلونکې و نه لرو

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | هوسۍ احمدزۍ

 

په خپله خلک هم د عبیدالله هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او وايي د دوی په سیمه کې د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د هغه کار اغېزناک دی.

د سیمې یو اوسېدونکی ۵۲ کلن غلام حیدر چې ماشوم یې د عبیدالله په هڅونه واکسین شوی، وايي: «ما پخوا د پولیو پر واکسین باور نه درلود خو عبیدالله ما ته په دې اړه ډېر معلومات راکړل او د واکسین ګټې یې راته بیان کړې، بیا مې خپل ماشوم واکسین کړ.»

دی زیاتوي، اوس د خپلې سیمې نورو خلکو ته هم د واکسین ګټې بیانوي څو هغوی هم خپل ماشومان واکسین کړي او له پولیو ناروغۍ څخه یې خوندي کړي.

۴۰ کلنه فاطمه د اوو اولادونو مور ده چې په همدې سیمه کې ژوند کوي.

دا هم وايي چې د عبیدالله او د ده په څېر د پولیو واکسین کمپاین د نورو رضاکارانو په هڅونه خپل درې له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان په منظم ډول واکسینوي.

دې وویل: «د کمپاین په هره دوره کې چې خپل ماشومان واکسین کړم نو زړه مې ډاډه شي چې هغوی به له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي وي.»

د عبیدالله او د پولیو واکسین کمپاین د نورو رضاکارانو په هڅو نه یوازې ګڼ ماشومان له پولیو ناروغۍ خوندي شوي بلکې نور ځوانان هم هڅول شوي چې د دوی پر قدمونو روان شي او له پولیو سره په مبارزه کې برخه واخلي څو یوه ورځ له پولیو پاک او روغ افغانستان ولرو.

 

هوسۍ احمدزۍ | کابل