هغه کس چې د خپلې سیمې ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کوي
هرات، افغانستان (۳۰ میزان ۱۴۰۳) - د هرات ښار په لویدیځ کې، په یوه داسې محرومه سیمه کې چې غربت او د واکسین پر وړاندې بې باوري عامه ده، د نور محمد مرادي په نوم یو ۶۵ کلن سړی، په خاموشۍ خو په پیاوړي هوډ سره هڅې کوي چې ماشومان له دایمي فلج څخه وژغوري.
مرادي چې د هرات ښار اړوند اوومې ناجیې د ګذر وکیل دی، له تېرو پنځو کلونو راهیسې د واکسیناسیون له ټیمونو سره یوځای د خپلې سیمې پر اوسېدونکو ګرځي څو هیڅ ماشوم د واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي.
دی خپل مسوولیت ګڼي چې د خلکو پوهه لوړه کړي او کورنۍ دې ته وهڅوي چې د پولیو واکسین د ماشومانو راتلونکي ژغورلای شي.
د یوې مهمې دندې پیل
په هغه سیمه کې چې مرادي ژوند کوي، ډېر اوسېدونکي یې د ګاونډیو ولایتونو بې ځایه شوي خلک دي. ډېرې دغه کورنۍ چې له غربت سره هم مخ دي، د پوهې کچه یې ټیټه ده او پر واکسیناسیون باور نه لري.
ځینې یې د دودیزو او مذهبي دلایلو له امله له واکسین څخه ډډه کوي. مرادي له دې ستونزو څخه خبر دی، خو هېڅکله نه نهیلی کېږي. هر کله چې د پولیو واکسیناسیون کمپاین پیل شي، دی د واکسین ټیمونو تر څنګ درېږي او له دوی سره کور په کور ګرځي.
مرادي وايي: "ما ولیدل چې ډېرې کورنۍ د پولیو واکسین به اړه ناسم فکر کوي، هغوی ګومان کوي چې دغه واکسین کېدای شي ماشومانو ته زیان ورسوي؛ ما دوی ته وویل چې که ماشومان مو واکسین نه کړئ، نو د دایمي فلج کېدلو له خطر سره به مخ شي."
دغه قاطع او خبرداری ورکوونکی پیغام ډېرې کورنۍ دې ته اړ کړې چې خپل ماشومان واکسین کړي.

مرادي چې د هرات ښار اړوند اوومې ناجیې د ګذر وکیل دی، له تېرو پنځو کلونو راهیسې د واکسیناسیون له ټیمونو سره یوځای د خپلې سیمې پر اوسېدونکو ګرځي څو هیڅ ماشوم د واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي
© له پولیو څخه خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | مرضیه فروتن
د واکسیناسیون پر وړاندې د خنډونو کمول
د مرادي په دې پنځه کلنه دوره کې یوه له سترو بریاو څخه د هغه په سیمه کې د واکسیناسیون خنډونو کمول دي. ځینې کورنۍ چې په پیل کې یې د واکسین مخالفت کاوه، اوس په منظم ډول خپل ماشومان واکسینوي. هغه په زغم او صبر سره توانېدلی چې ناسم ذهنیتونه بدل کړي او کورنۍ دې ته قانع کړي چې د پولیو واکسین نه یوازې بې زیانه دی، بلکې د ماشومان د فلج څخه مخنیوی کوي.
سیمه حیدري، چې درې کاله کېږي په دې سیمه کې د واکسناتورې په توګه کار کوي، د مرادي د هڅو د اغېز په اړه وايي: "مخکې له دې چې مرادي په جدي ډول کار پیل کړي، ډېرو کورنیو پر واکسین باور نه درلود؛ حتی ځینو یې موږ ته د کور دروازې هم نه پرانېستلې او ویل به یې چې د پنځه کلونو څخه کم ماشومان نه لرو، خو د مرادي په هڅو سره دا حالت بدل شو."
د حیدري په وینا، اوس د پولیو واکسین د ارزښت په اړه د خلکو پوهه ډېره شوې ده. "د تېرو دریو کلونو په پرتله، شاوخوا ۹۰ سلنه کورنیو اوس د پولیو واکسین اهمیت درک کړی او په منظم ډول خپل ماشومان واکسینوي. لږ شمېر کورنۍ لا هم شک او تردید لري، خو مرادي هر وخت حاضر دی چې له هغوی سره خبرې وکړي او قانع یې کړي."
د قانع شویو کورنیو کیسې
د جمیله بارکزۍ په نوم د دوو ماشومانو مور چې مخکې یې په غور ولایت کې ژوند کاوه او اوس په همدې سیمه کې ژوند کوي، د کافي پوهې د نشتوالي له امله یې خپل ماشومان نه واکسینول.
"کله چې هرات ته راغلو، مرادي زموږ کور ته راغی او موږ یې تشویق کړو چې خپل ماشومان واکسین کړو. هغه موږ ته وویل چې د پولیو واکسین ماشومان له دایمي فلج څخه ژغوري."
بارکزی اوس په هر کمپاین کې په منظم ډول خپل ماشومان واکسین کوي.
"مرادي زموږ نظر بدل کړ، اوس پوهېدلې یمه چې د پولیو واکسین زما د ماشومانو بدنونه پیاوړي کوي او له فلج څخه یې ساتي. که یو ځل هم له واکسین څخه پاتې شي، نو مرادي له واکسیناتورانو سره تماس نیسي او هغوی هڅوي چې زموږ ماشومان واکسین کړي."
پایله
نورمحمد مرادي په خپلې ژمنتیا او بې پایانه شفقت سره، د خپلې سیمې یو اتل ګڼل کېږي. هغه په خاموشۍ او بې له دې چې کومه ادعا وکړي، د خپلې سیمې د ماشومانو د روغتیا ساتنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د هغه بې درېغه هڅو ګڼې کورنۍ دې ته قانع کړي چې واکسین د ګوزڼ د مخنیوي یوازینۍ لار ده او د دوی د ماشومانو ژوند خوندي کوي.
مرادي که څه هم له ننګونو سره مخ دی، خو د دې حیاتي دندې د دوام لپاره د هغه هوډ هیڅکله کم شوی نه دی. هغه له واکسیناتورانو سره په ګډه د ماشومانو راتلونکی له فلج څخه ژغوري او کورنیو ته یادونه کوي چې د ماشومانو روغتیا پخپله د دوی په لاس کې ده.
مرضیه فروتن | هرات