• Toll-Free: 141

فوزیه ساپۍ؛ له پولیو متأثره مور چې له دې ناروغۍ سره مبارزه کوي

کور د ساحې کیسې فوزیه ساپۍ؛ له پولیو متأثره مور چې له دې ناروغۍ سره مبارزه کوي

فوزیه ساپۍ؛ له پولیو متأثره مور چې له دې ناروغۍ سره مبارزه کوي

د ساحې کیسې

بلخ، افغانستان (۲۹ تله ۱۴۰۳) - فوزیه ساپۍ یوه ۳۰ کلنه مور ده چې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې ژوند کوي. د هغې زوی د پولیو په ناروغي اخته شوی او دا بدمرغي د فوزیې لپاره د ژوند تر ټولو غمجنه او زړه‌ماتوونکې تجربه وه.

خو په همدې درد کې د هغې ژوند نوي مسیر ته داخل شو، اوسمهال، فوزیه د پولیو واکسین د کمپاینونو یوه وتلې ټولنیزه مبلغه ده چې د نورو ماشومانو د خوندیتوب په موخه ټولنې ته د روغتیا پېغام رسوي.

 

د پولیو ناڅاپي اغېز

فوزیه په یوه دودیزه کورنۍ کې ژوند کوي، چېرې چې ناسمو باورونو او ټولنیزو محدودیتونو د هغې پر ژوند ژور اغېز درلود. کله چې فوزیې د خپل ماشوم د واکسینولو هڅه وکړه نو خواښي یې اجازه ور نه کړه.

د هغې خواښې او د کورنۍ نورو مشران باور درلود چې د پولیو واکسین د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي. فوزیه وایي: "ما غوښتل خپل ماشوم واکسین کړم، خو خواښې مې پرې‌نه‌ښودمه او ویل یې چې واکسین د ماشومانو لپاره ښه نه دی."

همدا ناسم باور د دې لامل شو چې د فوزیې ماشوم له واکسین څخه محروم شي. د څو میاشتو په تېرېدو ماشوم ناروغ شو او د پولیو ناروغۍ نښې په کې څرګندې شوې، دا هغه وخت و چې فوزیه په خپله غلطي پوه شوه خو وخت تېر شوی و.

 

د پولیو په وړاندې د مبارزې پیل

د پولیو له امله د زوی معلولیت فوزیه سخته ودردوله او همدا د زرګونو ماشومانو د خوندیتوب لپاره د هغې د نوې مبارزې پيل و.

د هغې زړه د نورو ماشومانو لپاره دردېده او پرېکړه یې وکړه چې د دې ناروغۍ په وړاندې مبارزه وکړي.

دې چې د قابله‌ګۍ په برخه کې یې زده‌کړې کړې وې، د پولیو واکسین په کمپاینونو کې یې د ټولنیزې مبلغې په توګه کار پیل کړ.

فوزیې د هرې کورنۍ دروازه وټکوله څو خلکو ته د واکسین ارزښت وښيي. دا وايي: "زما هڅه دا وه چې ټولې میندې وپوهوم او هغوی ته وښیم چې واکسین څومره مهم دی او څنګه کولای شي ماشومان له ګوزڼ څخه وژغوري."

د پولیو له امله د زوی معلولیت فوزیه سخته ودردوله او همدا د زرګونو ماشومانو د خوندیتوب لپاره د هغې د نوې مبارزې پيل و

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | عبدالصبور سیرت

 

دیني عالمان او ټولنیز بدلون

فوزیه پوهېده چې په داسې ټولنه کې چې خلک دیني باورونو ته ډېر درناوی لري، د دیني عالمانو ملاتړ ډېر ارزښتناک دی. له همدې امله، هغې د سیمه‌ییز دیني عالم صبغت‌الله روحاني مرسته تر لاسه کړه چې تل یې په خپلو ویناوو کې خلکو ته دا پېغام ورکاوه چې اسلام په هېڅ ډول د واکسین مخنیوی نه کوي، بلکې د انسانانو روغتیا ته لومړیتوب ورکوي.

روحاني خلکو ته ویل چې په قرآن او حدیث کې هېڅ داسې اشاره نشته چې د واکسین مخنیوی وکړي. برعکس، اسلام خلک د روغتیا ساتنې او د ناروغیو مخنیوي ته هڅوي.

دغو پیغامونو د خلکو په ذهنونو کې روڼتیا رامنځته کړه او فوزیه د روحاني په څېر عالمانو په مرسته وتوانېده چې د ډېرو خلکو ناسم باورونه بدل کړي.

 

د فوزیې د مبارزې اغېز

نن ورځ، فوزیه ساپۍ په مزار شریف کې د پولیو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي یوه مخکښه څېره ده. هغه په ډېر مهارت او زغم کورنیو ته د واکسین ګټې او د پولیو زیانونه تشریح کوي. فوزیه وايي: "هر ځل چې یوه کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع کوم نو فکر کوم د پولیو له منځه وړلو ته یو ګام نوره نژدې شوې یم."

 

پایله

فوزیه ساپۍ، چې پخپله یې د پولیو ناوړه اغېزې لیدلې، نن د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې اتله ده.

دې پېښې نه یوازې دې ته لاره خلاصه کړه چې د ځان لپاره یو نوی ماموریت وټاکي، بلکې د زرګونو ماشومانو لپاره یې د واکسین فرصتونه رامنځته کړل.

فوزیه اوس د ټولنې د هغو ښځو لپاره الهام ده چې غواړي د ژوند له ننګونو سره مبارزه وکړي او خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

فوزیه د یوې مور په توګه د خپل ماشوم درد په مبارزې بدل کړ او نن په ټولنه کې د امید څراغ ګرځېدلې ده.

 

عبدالصبور سیرت | بلخ