• Toll-Free: 141

په افغانستان کې د پولیو ویروس خپرېدو دوام؛ پنځمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

کور اسلام او روغتیا په افغانستان کې د پولیو ویروس خپرېدو دوام؛ پنځمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

په افغانستان کې د پولیو ویروس خپرېدو دوام؛ پنځمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

خبرونه او راپورونه

کابل، افغانستان (۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د هوا له ګرمېدو سره په افغانستان کې د پولیو ویروس خپرېدو لړۍ هم چټکه شوې او تازه د دغې ناروغۍ بله پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوې ده.

د پولیو دا نوې پېښه د دغه ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې ثبت شوې او په دې ناروغي اخته ماشوم ۶ کاله عمر لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF اړوند د پولیو پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه سید وايي، دا چې دوبی د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ویروس د خپرېدو لپاره مساعد موسم دی، په افغانستان کې د پولیو پېښې ډېرې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په خواشینۍ سره د پولیو بله پېښه هم د هېواد د ختیځ زون اړوند د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې ثبت شوې چې له دې سره په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د دې ناروغۍ پېښو شمېر پنځو ته لوړ شو.

دی وايي، د پولیو په ناروغي اخته شوې ماشومه ۶ کاله عمر لري او د ټول عمر لپاره معیوبه شوې ده.

نوموړي وویل: «د خواشینۍ ځای دی چې په افغانستان کې اوس هم ماشومان د پولیو په ناروغي اخته کېږي، له پولیو ناروغي د خوندي پاتې کېدو یوازینۍ لار د هر کمپاین پر مهال د ټولو ماشومانو واکسینول دي څو د هغوی د معافیت کچه لوړه شي.»

سید له والدینو او د کورنیو له سرپرستانو وغوښتل چې خپل ټول هغه ماشومان په منظم ډول واکسین کړي څو د پولیو له ناروغۍ وژغورل شي.

په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې تر دې دمه د هېواد په کچه د پولیو ۵ پېښې ثبت شوې چې ټولې په ننګرهار ولایت کې دي.

د دغو پېښو لومړۍ هغه په بټي کوټ، دویمه په کوټ، درېیمه په نازیان، څلورمه په بهسود او پنځمه په دور بابا ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت موده مخکې ویلي وو چې د هېواد په ختیځ زون کې د پولیو پېښو ډېرېدو لامل د روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې ټیټه کچه ده چې لامل یې غربت او نور دي.

هغوی پر اړوندو بنسټونو او همکارو ادارو غږ کړی و چې د واکسیناسیون پروګرام تر څنګ دې د خلکو د روغتیا ساتتنې کچې لوړولو په برخه کې کار وکړي.

بل خوا د پولیو له منځه وړلو پروګرام مسوولینو ویلي چې جدي هڅې کوي څو په ختیځ زون کې د نورو چارو تر څنګ د نظارت کچه لوړه کړي او ټول ماشومان د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې راولي.

دوی وايي، په یاده شوې حوزه کې به د سرتاسري او فرعي کمپاینونو تر څنګ نور اختصاصي او یا د پولیو د پېښو ځوابیه کمپاینونه هم پلي شي څو ژر تر ژره د دغه ویروس د لازیات خپرېدو مخه ونیول شي.