• Toll-Free: 141

د پولیو پروګرام د مشرتابه غړو اوونیزه ناسته

کور اسلام او روغتیا د پولیو پروګرام د مشرتابه غړو اوونیزه ناسته

د پولیو پروګرام د مشرتابه غړو اوونیزه ناسته

خبرونه او راپورونه

کابل، افغانستان (۲۰ غویی، ۱۴۰۲): د پولیو پروګرام د مشرتابه غړو اوونیزه ناسته نن د غويي میاشتې په ۲۰مه د پولیو د له منځه وړلو په ملي بېړني عملیاتي مرکز کې جوړه شوه.

دغه ناسته د یاد شوي مرکز د رییس ډاکټر نېک ولي شاه مؤمن په مشرۍ جوړه شوې وه چې په کې د روغتیا نړۍوال سازمان/ WHO، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF، د بیل ګېټس بنسټ او د ساري ناروغیو د کنټرول مرکز (CDC) استازو ګډون کړی وو.

په ناسته کې پر بېلابېلو اړوندو موضوعاتو د بحث تر څنګ د ارتباطاتو کاري ټیم له لوري د تېرې یوې اوونۍ د کړنو په تړاو پرزېنټېشن وړاندې شو.

د پرزېټېشن منځپانګه تر ډېره د ډله ییزو رسنیو، ټولنیزو رسنیو، د ټولنې سلوکي بدلون او اسلامي مشورتي ډلې پر فعالیتونو ور ټوله وه.

د ناستې په پای کې ګډونوالو  د یو شمېر لازمو تصمیمونو ترڅنګ، پرېکړه وکړه چې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په موخه باید لازم ګامونه واخیستل شي.