• Toll-Free: 141

د پولیو پرله پسې څلورمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

کور خبرونه او راپورونه د پولیو پرله پسې څلورمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

د پولیو پرله پسې څلورمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

خبرونه او راپورونه

کابل، افغانستان (۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): په ننګرهار کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ بله پېښه ثبت شوې چې له دې سره په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د پولیو پېښو شمېر څلورو ته لوړ شو.

په دې اړه د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پولیو دغه نوې پېښه د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په دې ناروغي اخته ماشوم ۴۸ میاشتې عمر لري او د یادې شوې ولسوالۍ د سراچې غونډۍ اړوند د ثمرخېل کلي اوسېدونکی دی.

د خبرپاڼې په حواله، ننګرهار او په ټوله کې د هېواد ختیځ زون د پولیو له لوړ ګواښ سره مخ دی ځکه مخکې هم هلته د پولیو ویروس محیطي پېښې موجودې وې او په ناپاکو اوبو او ککړ چاپېریال کې د پولیو ویروس شتون تثبیت شوی و.

په خبر پاڼه کې راغلي، په بهسود ولسوالۍ کې- چې د پولیو دا پېښه په کې ثبت شوې- د ننګرهار د نورو ولسوالیو په څېر یې د اوسېدونکو حفظ الصحه یا روغتیا ساتنه کمزورې ده.

د پولیو د له منځه وړلو ملي عملیاتي بېړني مرکز مشر ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن وايي، د پولیو په ناروغي اخته شوي دغه ماشوم د پولیو واکسین کمپاین په ټولو پړاونو کې واکسین شوی هم و، خو له دې سربېره په دې ناروغي اخته شو.

نوموړي وویل، له دې ښکاري چې یوازې د واکسین په وسیله د پولیو ناروغۍ مخنیوی نه شي کېدای، بلکې اړتیا ده چې د واکسین تر څنګ پر نورو لارو چارو هم کار وشي څو ماشومان د دغه خطرناک ویروس له ګواښ څخه وژغورل شي.

هغه زیاته کړه: «د واکسین تر څنګ باید د ماشومانو د معافیت پر پیاوړتیا کار وشي؛ د حفظ الصحې رعایتولو لپاره باید امکانات برابر شي، ځکه ډېرې کورنۍ اوبو ته لاسرسی نه لري؛ د خوارځواکۍ مخنیوی باید وشي چې د غربت او نړیوالو بندیزونو له امله ورځ تر بلې بد حالت ته روانه ده؛ دغه راز په لرو سیمو کې لومړنیو روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي کچه ټیټه ده، کله چې خلک لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري نو څنګه د پولیو ناروغۍ مخنیوی کولای شو؟»

نوموړي د دې تر څنګ د خلکو د پوهاوي کچې پر لوړولو هم ټینګار کوي او وايي دا چاره هم د پولیو په مخنیوي کې اغېزناک رول لري.

د یادونې ده چې په روان کال کې له دې مخکې د پولیو درې نورې پېښې د ننګرهار په بټي کوټ، کوټ او نازیانو ولسوالیو کې ثبت شوې چې څلورمه هغه یې اوس په بهسود ولسوالۍ کې ثبت شوه.

د پولیو د له منځه وړلو پروګرام جدي هڅې کوي چې په ختیځ زون کې د نورو چارو تر څنګ د نظارت کچه لوړه کړي او ټول ماشومان د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې راولي څو د پولیو ویروس د پایښت لپاره هیڅ تشه پاتې نه شي او په راتلونکې کې نور ماشومان په دې ناروغي اخته نه شي.

په پام کې ده چې په دې حوزه کې د سرتاسري او فرعي کمپاینونو تر څنګ نور اختصاصي او یا د پولیو د پېښو ځوابیه کمپاینونه هم پلي شي څو ژر تر ژره د دغه ویروس د لازیات خپرېدو مخه ونیول شي.

د پولیو/ ګوزڼ واکسین ملي کمپاین پیل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ...

د پولیو په تړاو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې پورې غاړې د همغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل، افغانستان (۲۰ تله ۱۴۰۲): د افغانستان او پاکستان تر...