د ټولنې د ښکېلتیا چوکاټ
که څه هم ناسم باورونه، ناسم معلومات او اوازې، چې د واکسین له اخیستو د انکار لامل کېږي، د پولیو پروګرام له مهمو ننګونو څخه دي، خو د ټولنې د ښکېلتیا فعالیتونه د اړیکو د یوې پراخې ستراتیژۍ مهمه برخه جوړوي. د دې ستراتیژۍ موخه دا ده چې د هغو ماشومانو شمېر راکم کړي چې له واکسین څخه پاتې کېږي، په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې له واکسین څخه د انکار له امله نه واکسینېږي، او په دې توګه د واکسین پوښښ زیات کړي.
د دې موخې ترلاسه کولو لپاره له ټولنو، کورنیو او د ماشومانو له پالونکو، دیني او قومي مشرانو، اغېز لرونکو شخصیتونو، رسنیو، مدني ټولنو او د سیمهییزو چارواکو له استازو سره نږدې همکاري او ښکېلتیا رامنځته کېږي.
د ټولنې د ښکېلتیا اساسي موخه دا ده چې هر ماشوم، په هر کمپاین کې واکسین شي، څو په هېواد کې پولیو په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي. د پولیو پروګرام د اړیکو عمومي ستراتیژي هڅه کوي چې له واکسین څخه د پاتې ماشومانو او له واکسین څخه د انکار کچه تر یو سلنې (۱٪) ټیټه وساتي.
مهمې موخې
· د ماشومانو د پالونکو او اغېز لرونکو کسانو ترمنځ د واکسین په اړه د مثبتې پوهې لوړول.
· په هغو ټولنو کې چې د واکسین له اخیستو انکار کوي، د واکسین او واکسیناسیون کمپاینونو په اړه د خلکو د مثبت لیدلوري پیاوړتیا.
· د ټولنې د باور پیاوړی کول او د پولیو د له منځه وړلو هڅو ته چټکتیا ورکول.
د اړیکو د فعالیتونو اټکل شوې پایلې
· د واکسین له اخیستو د انکار د پېښو کمېدل.
· د افغانستان په هغو سیمو کې چې لاسرسی ورته شونی دی، د پولیو واکسین د ترلاسه کولو لپاره د خلکو د غوښتنې زیاتېدل.
· له ټولنو سره د باور او اړیکو د پیاوړتیا له لارې، په هغو سیمو کې چې لاسرسی ورته ستونزمن دی، د پولیو پروګرام د فعالیتونو پراخېدل.
د ټولنې د ښکېلتیا برخې مهم عناصر
د پولیو پروګرام د اړیکو ستراتیژي د شواهدو پر بنسټ د اړیکو له نوښتونو څخه جوړه شوې ده، چې په کې د رسنیو ښکېلتیا، شراکتونه، عامه ملاتړ، د اغېز لرونکو کسانو ونډه او د ټولنې ښکېلتیا شامل دي.
دا فعالیتونه د هرې ټولنې د اړتیاوو او شرایطو له مخې طرحه او تنظیمېږي. د بېلګې په توګه، پروګرام د یوې ټولنې د ځانګړو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ځانګړو اغېز لرونکو ډلو او شخصیتونو سره همکاري کوي.
له همدې امله، پروګرام د اړتیا وړ سروېګانو او ارزونو له ترسره کولو وروسته د هرې ټولنې د اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې مناسب فعالیتونه پلي کوي.
۱. د واکسیناسیون او اړیکو شبکه (ICN)
د واکسیناسیون او اړیکو شبکه (Immunization and Communication Network - ICN) د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د اکتوبر تر میاشتې پورې له ۳۶۱۲ ټولنیزو هڅوونکو څخه جوړه وه.
د دې شبکې غړي د واکسیناسیون له کمپاینونو مخکې کور په کور لیدنې ترسره کوي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې کورنۍ د خپلو ماشومانو د واکسین کولو لپاره چمتو دي.
د ICN نورې دندې د ټولنې له استازو سره ښکېلتیا، د واکسین له اخیستو د پاتې ماشومانو تعقیب، د واکسین لپاره د نوو زېږېدلو ماشومانو ثبتول او دغه راز میندې او ماشومان روغتیايي خدمتونو، په ځانګړي ډول د معمول واکسیناسیون د ترلاسه کولو لپاره روغتیايي مرکزونو ته راجع کول دي.
۲. په روغتیايي مرکزونو کې د عامه پوهاوي غونډې او خدمتونه
په روغتیايي مرکزونو کې وړ قابلې او نرسانې، چې د ښځینه هڅوونکې واکسیناتورانې (Female Mobilizer Vaccinators – FMVs) په نوم یادېږي، د هېواد په سوېل، ختیځ، سوېل ختیځ او لوېدیځ زونونو کې دندې ترسره کوي.
دوی ښځو ته د روغتیا د ودې اړوند عامه پوهاوی ورکوي او همدارنګه د واکسیناسیون په چارو کې د کتلوي معافیت ملي پروګرام (EPI) له ټیم سره همکاري کوي.
۳. د سیمهییزو چارواکو ښکېلتیا
د پولیو پروګرام له سیمهییزو استازو، لکه وکیلانو، ملکانو او د کلیو له مشرانو سره همکاري کوي، څو له واکسین څخه د انکار ستونزې په حل کې د هغوی ونډه لا پیاوړې شي.
همدارنګه، د پولیو پروګرام له یادو سیمهییزو چارواکو سره د دوی په ټولنو کې د اړینو اقداماتو د پلان جوړونې لپاره منظمې غونډې ترسره کوي.
۴. د اغېز لرونکو کسانو ښکېلتیا
د پولیو پروګرام له دیني عالمانو او ټولنیزو اغېز لرونکو کسانو سره د ځانګړو غونډو، له مدرسو سره د همکارۍ، د واکسین د ملاتړ کوونکو فتواوو د کتابونو د وېش او د پولیو د ملاتړو مشرانو د بسیجولو له لارې همکاري کوي، څو هغوی خلک وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
۵. ټولنې ته د پیغامونو رسول
په دغو فعالیتونو کې د ټولنې په مشرۍ د واکسیناسیون کمپاینونو د پیل مراسم، د پاخه عمر لرونکو ښځو د بحث او نظر تبادلې غونډې، په ټولنیزو غونډو کې د هغو وګړو ګډون چې پولیو ناروغي یې تېره کړې وي، په ښوونځیو کې د پولیو په اړه د انځورګرۍ سیالیو جوړول، د کمپاینونو د اعلان لپاره د لاوډسپیکرونو کارول، د عامه پوهاوي لپاره د موټرو کاروانونه برابرول او ورته نورې چارې شاملې دي.
۶. د روغتیايي متخصصینو او کارکوونکو ښکېلتیا
په هغو سیمو کې چې د واکسین له اخیستو د انکار کچه لوړه وي، روغتیايي کارکوونکو ته د روغتیايي خپلمنځي اړیکو د مهارتونو روزنه ورکول کېږي، چې د پولیو اړوند پیغامونه به هم پکې شامل وي.
همدارنګه، د پولیو پروګرام په همکارۍ د طب په مهمو پوهنځیو او د نرسینګ او قابلهګۍ په انسټیټونو کې د واکسین په اړه سیمینارونه جوړېږي، څو استادان او زدهکوونکي هم د پولیو له منځه وړلو هڅو کې فعاله ونډه واخلي.
۷. د عامه پوهاوي توکو وېش
د پولیو پروګرام د واکسیناسیون او اړیکو شبکې (ICN) له لارې ټولنو ته د پولیو په نښان سمبال د عامه پوهاوي توکي، لکه د ماشوم کمپلې، صابونونه او د روغتیاساتنې/حفظالصحې بستې وېشي، څو د خلکو باور پیاوړی شي او د واکسین منل لا زیات شي.