د خولې له لارې ورکول کېدونکی پولیو واکسین (OPV)
د خولې له لارې ورکول کېدونکی پولیو واکسین (OPV)
د خولې له لارې ورکول کېدونکی پولیو واکسین (Oral Polio Vaccine) هغه واکسین دی چې د پولیو له منځه وړلو په نړۍوالو هڅو کې تر ټولو ډېر کارول شوی دی.
د دغه واکسین بېلابېل ډولونه شته چې کېدای شي د پولیو ویروس د کمزوري شوو (ضعیف شوو) درېیو ډولونو (Serotypes) څخه یو، د دوو ډولونو ګډ ترکیب، یا هم ټول درې ډولونه ولري. هر ډول یې خپلې ځانګړې ګټې او محدودیتونه لري.
په (OPV) واکسین کې موجود کمزوری شوی پولیو ویروس د انسان په کولمو کې په ښه ډول تکثر کوي، خو د وحشي پولیو ویروس په پرتله نږدې لس زره (۱۰,۰۰۰) ځله لږ توان لري چې مرکزي عصبي سیسټم ته داخل شي. همدا ځانګړنه د بدن دفاعي سیسټم ته فرصت ورکوي چې د پولیو پر وړاندې قوي معافیت رامنځته کړي.
نږدې ټول هغه هېوادونه چې پولیو یې په بریالیتوب له منځه وړې ده، د همدغه واکسین په مرسته یې له یوه انسان څخه بل ته د ویروس د لېږد لړۍ درولې ده.
ګټې
د خولې له لارې ورکول کېدونکي د پولیو ټول واکسینونه (OPVs) ارزانه دي. په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې، هغو هېوادونو چې دا واکسینونه یې د یونیسف له لارې پېرل، د هر ډوز بیه یې له ۰.۱۲ تر ۰.۱۸ امریکایي ډالرو پورې وه.
د خولې له لارې ورکول کېدونکي د پولیو ټول واکسینونه (OPVs) ارزانه خوندي او اغېزناک دي او د پولیو ویروس د اړوندو ډولونو پر وړاندې اوږدمهاله معافیت برابروي. دغه واکسین د کولمو قوي مخاطي معافیت رامنځته کوي، له همدې امله له یوه کس څخه بل ته د پولیو ویروس د لېږد په مخنیوي کې ډېر اغېزناک دی.
د خولې له لارې ورکول کېدونکي د پولیو ټول واکسینونه (OPVs) د خولې له لارې ورکول کېږي چې روغتیايي کارکوونکو، تعقیم شوو ستنو او پېچکاریو اړتیا نه لري. له همدې امله، په ډلهییزو واکسیناسیون کمپاینونو کې یې تطبیق اسانه دی.
له واکسین وروسته، د څو اوونیو لپاره د واکسین ویروس په کولمو کې تکثر کوي، د غایطه موادو له لارې بهر وځي او نږدې کسانو ته هم لېږدېدای شي. دا په دې معنا ده چې په هغو سیمو کې چې د حفظالصحې او روغتیا ساتنې وضعیت کمزوری وي، د خولې له لارې ورکول کېدونکی د پولیو واکسین (OPV) کولی شي هغو کسانو ته هم غیرمستقیم معافیت ورکړي چې واکسین شوي نه وي.
محدودیتونه
د خولې له لارې ورکول کېدونکی د پولیو واکسین (OPV) ډېر خوندي او اغېزناک دی. خو په ډېرو نادرو مواردو کې (په هرو یو میلیون نوو زېږېدلو ماشومانو کې له ۲ تر ۴ ماشومان) په دغه واکسین کې د موجود ژوندي، کمزوري شوي ویروس له امله د فلج له خطر سره مخ کېدای شي. په ځینو مواردو کې باور دا دی چې د معافیتي سیسټم کمزورتیا د دې نادرې پېښې د رامنځته کېدو لامل کېدای شي. سره له دې، د واکسین له امله د فلج (Vaccine-Associated Paralytic Poliomyelitis – VAPP) دا ډېر کم خطر د عامې روغتیا په ډېرو پروګرامونو کې د منلو وړ بلل کېږي، ځکه د واکسین ګټې د دغه نادر خطر په پرتله ډېرې زیاتې دي.
په ډېرو نادرو مواردو کې، که په یوه ټولنه کې د واکسین پوښښ کافي نه وي، د واکسین ویروس له یوه کس څخه بل ته لېږدېدای شي او د وخت په تېرېدو بدلون موندلای شي چې د ۱۲ تر ۱۸ میاشتو په موده کې بېرته د فلج رامنځته کولو وړتیا ترلاسه کولای شي. دغه حالت ته له واکسین څخه راټوکېدلی پولیو ویروس (Circulating Vaccine-Derived Poliovirus - cVDPV) ویل کېږي.
د خولې له لارې ورکول کېدونکی د پولیو یو ډولیز واکسین (mOPV)
د پولیو د درې ډولیز واکسین (tOPV) له جوړېدو مخکې، د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې د خولې له لارې ورکول کېدونکی د پولیو یو ډولیز واکسین (mOPV) جوړ شو. خو کله چې درې ډولیز واکسین (tOPV) عام شو، د یو ډولیز واکسین کارول تر ډېره ودرېدل. له همدې امله، کله چې په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې د پولیو د له منځه وړلو نړۍوال نوښت (GPEI) پیل شو، دا واکسین نه کارېده.
د خولې له لارې ورکول کېدونکی د پولیو یو ډولیز واکسین (mOPV) د پولیو ویروس له درېیو ډولونو څخه یوازې د یوه ډول پر وړاندې معافیت رامنځته کوي. دا واکسین د هماغه ډول پر وړاندې چې د هغه لپاره جوړ شوی، د درې ډولیز واکسین (tOPV) په پرتله پیاوړی معافیت برابروي، خو د پولیو ویروس د نورو دوو ډولونو پر وړاندې اغېز نه لري.
د پولیو ویروس د لومړي ډول یو ډولیز واکسین (mOPV1) او د درېیم ډول یو ډولیز واکسین (mOPV3) په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې، د پولیو د له منځه وړلو نړۍوال نوښت (GPEI) د بریالیو هڅو په پایله کې بېرته د کارولو اجازه ترلاسه کړه. دا واکسینونه د خپل اړوند ډول پر وړاندې د پولیو د ټولو واکسینونو په پرتله تر ټولو پیاوړی معافیت رامنځته کوي.
د پولیو ویروس د دویم ډول یو ډولیز واکسین (mOPV2) د دې لپاره زېرمه شوی چې که د دویم ډول د واکسین څخه راټوکېدلی پولیو ویروس (cVDPV2) خپور شي، نو د هغه د کنټرول او مخنیوي لپاره ترې کار واخیستل شي.
د پولیو د دویم ډول نوی خوراکي واکسین (nOPV2)
د دویم ډول د واکسین څخه راټوکېدلي پولیو ویروس (cVDPV2) د مخ پر زیاتېدونکي خطر د مخنیوي او کنټرول لپاره، د پولیو د له منځه وړلو نړۍوال نوښت (GPEI) شریکانو د پولیو د دویم ډول نوی خوراکي واکسین (nOPV2) رامنځته کړی او د کارولو هڅې یې روانې دي.
د پولیو دوه ډولیز خوراکي واکسین (bOPV)
د ۲۰۱۶ زېږدیز کال له اپرېل میاشتې وروسته، د نړۍ په کچه د معمول واکسیناسیون په پروګرامونو کې د پولیو درې ډولیز خوراکي واکسین (tOPV) پر ځای د پولیو دوه ډولیز خوراکي واکسین (bOPV) وکارول شو.
د پولیو دوه ډولیز خوراکي واکسین (bOPV) یوازې د پولیو ویروس د لومړي او درېیم ډول کمزوري شوي ویروسونه لري، او د دغو دواړو ډولونو اندازه په کې د درې ډولیز واکسین (tOPV) په څېر ده.
د پولیو دوه ډولیز خوراکي واکسین (bOPV) د درې ډولیز خوراکي واکسین (tOPV) په پرتله د پولیو ویروس د لومړي او درېیم ډول پر وړاندې پیاوړی معافیت رامنځته کوي، خو د دویم ډول پر وړاندې اغېز نه لري.
د پولیو دوه ډولیز خوراکي واکسین (bOPV) نه یوازې په معمول واکسیناسیون پروګرامونو کې کارول کېږي، بلکې د پولیو ویروس د لومړي او درېیم ډول د خپرېدو پر مهال د بېړني غبرګون په کمپاینونو کې هم کارول کېږي.
د پولیو درې ډولیز خوراکي واکسین (tOPV)
د ۲۰۱۶ زېږدیز کال تر اپرېل میاشتې پورې، د پولیو درې ډولیز خوراکي واکسین (tOPV) د نړۍ په کچه د پولیو پر وړاندې د معمول واکسیناسیون په پروګرامونو کې تر ټولو ډېر کارېدونکی واکسین و.
دا واکسین د ۱۹۵۰مې زېږدیزې لسیزې په اوږدو کې د البرټ سیبین (Albert Sabin) له خوا جوړ شو او د پولیو ویروس د درېیو واړو ډولونو ژوندي، کمزوري شوي ویروسونه پکې شامل وو. دغه واکسین ته سیبین واکسین (Sabin vaccine) هم ویل کېږي. دا واکسین ارزانه، اغېزناک او د پولیو ویروس د درېیو واړو ډولونو پر وړاندې اوږدمهاله معافیت رامنځته کوي.
د پولیو درې ډولیز خوراکي واکسین (tOPV) د ۲۰۱۶ زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې له کارونې وایستل شو او پر ځای یې د پولیو دوه ډولیز خوراکي واکسین (bOPV) وکارول شو، چې یوازې د پولیو ویروس د لومړي او درېیم ډول کمزوري شوي ویروسونه لري.
د دغه بدلون دلیل دا و چې د درې ډولیز خوراکي واکسین (tOPV) له دوامدار استعمال، سره له دې چې د پولیو وحشي دویم ډول ویروس په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې له منځه تللی و، د دویم ډول له واکسین څخه د راټوکېدلي پولیو ویروسونو (cVDPV2) د رامنځته کېدو او خپرېدو خطر زیاتاوه.