• Toll-Free: 141

د پولیو غیرفعال واکسین (IPV)

 

د پولیو غیرفعال واکسین (IPV)

د پولیو غیرفعال واکسین (IPV) په ۱۹۵۵ زېږدیز کال کې د ډاکټر جوناس سالک (Dr. Jonas Salk) له خوا جوړ شو. دغه واکسین ته د (سالک) واکسین هم ویل کېږي. د پولیو غیرفعال واکسین د پولیو ویروس د ټولو درېیو ډولونو له غیرفعالو (مړو شوو) ویروسونو څخه جوړ شوی دی.

دا واکسین د ستنې له لارې په عضله (Intramuscular) او یا تر پوستکي لاندې (Intradermal) لګول کېږي چې باید د یوه روزل شوي روغتیايي کارکوونکي له خوا تطبیق شي.

د پولیو غیرفعال واکسین (IPV) په وینه کې د پولیو د ویروس د ټولو درېیو ډولونو پر وړاندې (انټي باډي) جوړوي.

که واکسین شوی کس له پولیو ویروس سره مخ شي، په بدن کې جوړه شوې انټي باډي نه پرېږدي چې ویروس مغز او شوکي نخاع (مرکزي عصبي سیسټم) ته ورسېږي او په دې توګه د فلج کېدو مخنیوی کوي.

 

ګټې

دا چې د پولیو غیرفعال واکسین (IPV) ژوندی واکسین نه دی، نو د واکسین له امله د فلج (VAPP) رامنځته کېدو خطر نه لري.

دغه واکسین د ډېرو خلکو په بدن کې د پولیو پر وړاندې پیاوړی او اغېزناک معافیت رامنځته کوي.

 

محدودیتونه

د پولیو غیرفعال واکسین (IPV) په کولمو کې محدود معافیت رامنځته کوي، له همدې امله، که یو کس – چې دغه واکسین یې اخیستی وي - په وحشي پولیو ویروس اخته شي، نو ویروس یې په کولمو کې لا هم تکثیرېدای شي او د غایطه موادو له لارې نورو ته لېږدېدای شي، چې د ویروس د خپرېدو دوام ته زمینه برابروي.

د پولیو غیرفعال واکسین (IPV) د خولې له لارې د ورکول کېدونکي پولیو واکسین (OPV) په پرتله پنځه برابره ګران دی.

د دغه واکسین د تطبیق لپاره روزل شوی روغتیايي کارکوونکی، تعقیم شوې ستنه او د خوندي پېچکارۍ مناسبې کړنلارې اړینې دي.

 

خونديتوب

د پولیو غیرفعال واکسین (IPV) د نړۍ له تر ټولو خوندي واکسینونو څخه ګڼل کېږي. تر اوسه هېڅ داسې جدي عمومي جانبي عوارض نه دي ثبت شوي چې د دغه واکسین له تطبیق سره تړاو ولري.

 

اغېزناکتوب

د پولیو غیرفعال واکسین (IPV) د پولیو ویروس د ټولو درېیو ډولونو له امله د رامنځته کېدونکي فلج په مخنیوي کې ډېر اغېزناک دی.

 

د واکسین کارولو سپارښتنې

په ډېرو پرمختللو او له پولیو خلاصو هېوادونو کې (IPV) د پولیو د معمول واکسین په توګه کارول کېږي؛ دلیل یې دا دی چې په دغو هېوادونو کې د خولې له لارې د ورکول کېدونکي پولیو واکسین (OPV) د دوامداره کارونې له امله له واکسین سره د تړلي فلج (VAPP) خطر، د وحشي پولیو ویروس واردېدو له خطر څخه لوړ ګڼل کېږي.

(IPV) د فلج مخنیوی کوي، خو د ویروس د لېږد مخه نه شي نیولای. له همدې امله، که په کوم ځای کې د پولیو پېښې رامنځته شي، د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د خولې له لارې ورکول کېدونکی پولیو واکسین (OPV) کارول کېږي، ان په هغو هېوادونو کې هم چې د معمول واکسین په توګه یوازې (IPV) کاروي.

کله چې پولیو په بشپړه توګه په نړۍ کې له منځه ولاړه شي، د خولې له لارې د ورکول کېدونکي پولیو واکسین (OPV) کارول به هم بند شي، څو له واکسین څخه راټوکېدلي د پولیو ویروسونه (VDPVs) د ویروس د بیا خپرېدو لامل نه شي.

کله چې پولیو په بشپړه توګه له نړۍ څخه له منځه ولاړ شي، د خولې له لارې د پولیو واکسین (OPV) کارول به هم ودرول شي، ترڅو د واکسین څخه راټوکېدلو پولیو ویروسونو (VDPVs) له امله د ویروس د بیا خپرېدو مخه ونیول شي.